کله ورک شمه په ځان کې کله ورک شمه د ځانه
ورکېدل موندی کېدل دي د خپل ځان د خپله ځانه
مینه ژوند دی د غوښتنو مینه ژوند دعاشق نه دی
غواړي یار د ځانه ځارکړي وائي ځارشم د جانانه
دادرب قیصه ناشنا ده ماکمزوری کړي عاجز کړي
ځان دخپـلوکــړنــوسازکړم هـمـنوا د خپله توانه
دغوښـتـنوسمجوته ده خېراو شربل څه شی نه دی
داهـم د لــتـه زرغونېـږي راځي نه پاس داسمانه
تسلسل د یو وجـود دی دیو بل نه پـېــداکېږي
ابــتـدا د انـتـــهـــا نه انـــتــهــــا د ابـــــتـــــدانه
ژوندمقصد دی که جوهر دی دساقی دی که د جام
رڼـا تـــاؤ ده د تــیــارې نه تــیــاره تاؤ ده درڼا نه
دا ددوي دوکانداري ده ورکړه راکړه ده سـالاره
ایــمان ورکړه وهــم واخله د پـنـډ ت نه دملا نه