خوږ دے ماته ملک زما خوږ تر کل جهان
زۀ به ځم پۀ جنګ د قام زۀ چې شمه ځوان
وينه ده توده زما رګونو کښې د ننګ
سر کۀ مې قام غواړي زۀ به ئې نۀ کړمه پۀ څنګ
زور دے ما ليدلے هم د توپ هم د تفنګ
زور مې د غېرت دے د همه زورونو خان
زۀ به ځم پۀ جنګ د قام، زۀ چې شمه ځوان
سر څۀ د سپي سر وي چې فدا نۀ وي پۀ قام
نر څۀ ښځونے وي چې شېدا نۀ وي پۀ قام
نوم ناموس ئې څۀ وي چې ئې نوم وي د غلام
دا نوم به بدل کړم يا به کړم بدل جهان
زۀ به ځم پۀ جنګ د قام، زۀ چې شمه ځوان
زۀ پښتون بابا د خپلو وينو زېږولے
زۀ پښتنې مور پۀ غيرتي پېو لوئے کړے
مونږ پۀ پلار نيکۀ دے د مردۍ همت ښودلے
زۀ به غلام نۀ شم کۀ غلام شي ټول جهان
زۀ به ځم پۀ جنګ دقام، زۀ چې شمه ځوان
زۀ به په وجود يمه کوټلے وزيري اَس
کړم به د کاروان خبردارے لکه جرس
يم به د ظالم سترګو کښې تل لکه د خس
زۀ به لکه باز يم د نرتوب مرد مېدان
زۀ به ځم پۀ جنګ د قام، زۀ چې شمه ځوان
زۀ به لوئې زړګے لکه شيرشاه د بنګالے لرم
مټ به ابدالي لرم همت به روهيلے لرم
سر به ښکته نۀ کړم کۀ زرګونه کشالے لرم
ربه ښکته مۀ کړې چاته سر تۀ د افغان
زۀ به ځم پۀ جنګ د قام، زۀ چې شمه ځوان